ځايي سرچینې وايي چې نن سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند زنګويي سیمه کې پر یوه ریکشا ډوله موټر بمي چاودنه شوي چې درې کسان پکې وژل شوي او یو بل تن ژوبل دی. یوې سرچینې بیا رسنیو ته ویلي چې چاودنه کې وژل شوي داعش وسلوال وو، او د خپل بم لیږد پر مهال پرې چاودنه شوي ، او وژل شوي. خو تر اوسه نه کومې ډلې دې یاد برید پړه منلي ، او نه د طالبانو حکومت سرچینو په رسمي ډول د یادې بمي چاودنې په تړاو کوم رسمي غبرګون ښودلی.