د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه شاوخوا ۸ بجې او ۴۰ دقیقې د سراج العمارت بڼ کې یو تن دې خپلې ریکشاه سره یو ځای چې په ډېر مهارت سره یې پکې پنځه کړۍ ، دوه یې ریموټ کنټرول او درې یې حلقوي ماینونه ځای پر ځای کړي وه ، تر څو د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د رمضان جام سیالۍ هدف وګرځوي، هدف ته له رسیدو وړاندې د عامه امن شمشاد دریم کنډک منسوبینو لخوا چې مشري يې قوماندان سمونیار خالد مسلمیار کوله، د توظیف پر مهال نیولی او پدې سره يې جلال اباد ښار کې دې یو لوی پيښې مخینوی کړی