د افغانستان انترنیشنل په نوم نړیوال تلویزون سره خبرو کې د افغانستان پخواني حکومت وسلوالو ځواکونو جنرال خوشال سادات ویلي چې “له بده مرغه طالبان بدل شوي ندي. دوی د افغان ولس سره همغه د نویمې لسیزې په څېر خشن چلند کوي. دوی ته کافي وخت ورکول شوی وو چې خپل ځانونه ثابت کړي چې دوی اوس هغه پخواني طالبان ندي. او دې متمدنې نړۍ ارزښتونو ته قایل دي. خو تېرو دوو کلونو راهیسې ددوی حکومتوالۍ دا وښودله چې دوی تغیر ندی کړی. نو اوس به یې پر وړاندې موږ تر هغې دریږو تر څو مو چې ددوی له منګلو افغانستان ازاد کړی نه وي. ” د یادولو ده چې که څه هم جنرال سادات په ځانګړي ډول د کومو اقداماتو یادونه ونکړله. خو دومره یې زیاته کړله. چې نیږدې وختونو کې به د مهمو اقدماتو او خبرونو شاهد اوسی.