د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر نن خپل تازه بیان کې ویلي چې “هغه ټول کسان به عدالت ته راکش کړو چې د مې په نهمه یې د پاکستان وقار ته په بده کتلي. او بیا به هیچا ته اجازه ورنکړو چې دا شان قدم واخلي.”
د پاکستان پوځ رسنیو دفتر خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې دې پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم چې نن سایلکوټ پوځ مرکز ته د پوځ لیدنې په موخه تللی وو، هلته خپل بیان کې ویلي چې “موږ به هیچا ته اجازه ورنکړو چې زموږ د سرتیرو یادګارونو او سرښیندنو ته سپکاوی وکړي.” بلخوا ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمران خان خپلو وروستیو بیانونو کې تور پورې کړی چې د پاکستان پوځ مشر د څو مشخصو کسانو په اشاره مخته روان دی. د عدالته او قانون لرې ګامونه اخلي. خو موږ به یې د خپلو وینو تر وروستۍ څاڅکې مقابله وکړو.