د جنوبي کوریا څخه خبرونه وایي چې ګڼ شمېر کې پولیس د جنوبي کوریا برحاله ولسمشر یان سوک یول کور مخې ته رسیدلي او هڅه کوي چې د محکمې لخوا د ولسمشر د نیولو حکم عملي کړي. خو د ولسمشر ځانګړي ګارډ تر اوسه د نیولو مخنیوی کړی دی او پولیس یې د یاد حکم د پلي کولو پر مهال له خنډ سره مخ کړي دي.
د یادولو ده چې تېره اونۍ د سیول لوېدیځې ولسوالۍ محکمې د واک څخه ناوړه ګټې اخیستلو په تور د جنوبي کوریا ولسمشر یان سوک یول د نیولو حکم صادر کړی وه چې نن یې د جنوبي کوریا پولیسو لخوا د عملي کیدو هڅې کیږي.