د اسراییلو راپورونه ښيي چې لږه شېبه وړاندې په ټول هېواد کې د خطر زنګونه وغږېدل وروسته له هغې چې حوثي ياغيانو له يمن څخه پر تل ابیب بالستیک توغندي وتوغول
د اسراییلو د دفاع وزارت په یوه تازه بیان کې تأیيد شوې چې له يمن څخه پر اسراییلو بالستیک توغندي توغول شوي دي د خطر زنګونه د اسراییلو اتباعو ته د خبرداري لپاره فعال شوي دي خو وزارت تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي
ياده دې وي چې د پنجشنبې په سهار د اسراییلو هوايي ځواکونو په يمن کې د حوثي ياغيانو څو ځایونه په نښه کړل داسې ښکاري چې د حوثيانو دا وروستی برید د اسراییلو د پخوانیو هوايي بریدونو مستقیم غبرګون دی