د افغانستان جنوب ختیځ ته پروت خوست ولایت کې نن سې شنبې سهار وختي پر یوه کور د پاکستانۍ بې پېلوټه الوتکې برید کې دې یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي، او یوه مېرمن ټپي ده. یوې ځایي سرچینې هېواد پریس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې نن سهار د خوست ولایت اسماعیلخېلو او مندزویو ولسوالۍ اړوند بهرام خېلو کلي کې پر یوه کور د پاکستان بې پېلوټه الوتکې برید کړی. چې د یادې کورنۍ دوه ماشومان پکې وژل شوي، او مور یې ټپي ده. سرچینې زیاته کړي چې یاده کورنۍ د ډېورند فرضي کرښې هاخوا څخه د جګړو وېرې راکډه شوي وه. او د یادو ماشومانو پلار ځایي جومات کې امام هم وه. د یادولو ده چې تر اوسه د طالبانو سرچینو پدې اړه رسمي غبرګون ندی ښودلی. خو پاکستان تېر کال هم په خوست کې د شمالي وزیرستان څخه راکډه شوي کډوالو باندې بمباري کړی وه چې لسګونه کډوال پکې شهیدان شوي وو.