د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ اړوند شمل پله ته څېرمه د سپنجونو تولید يوې شخصي کارخانې په فعالیت پیل وکړ. یاده کارخانه چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۸ ټنه سپنجونو تولید وړتیا لري.دا مهال پکې سل کارکوونکي کارخانې دننه او ۸۰۰ کارکوونکو ته د کارخانې د باندې ښار کې د کار زمينه برابره شوې ده، چې راتلونکي کې به يې کارونه نور هم چټک شي، چې په دې سره به نورو ډېرو خوستوالو ته هم پکې د کار زمينه مساعده شي
هېواد پریس خبریال: شفیق الله مشال