یوې سرچینې هېواد پریس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې نن سهار خوست ښار کې لاسي کراچیو چلوونکو د طالبانو اړوند کسانوناسم چلند له امله یو لاریون پیل کړی وو ، لاریونوال چې د خوست ښار یعقوبیو جومات ته ورسیدل نو طالبانو پرې مخامخ ډزې وکړلې چې له امله یې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول. د یادولو ده چې څو ورځې د مخه کابل ښار کې هم د ملکیانو پر یوه موټر طالبامینتي کسانو مخامخ ډزو له امله دوه ملکیان وژل شوي وو ، همدا شان تېره اونۍ لغمان کې هم د پاسپورت ریاست مخته کتار کې ولاړوکسانو باندې د طالبانو امنیتي کسانو ډزو له امله یوه مېرمن او بله ماشومه انجلی وژل شوي وه.