د خوست ولايت امنيه قوماندانۍ جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مدير مولوي محمد صابر صابري وايي، دوه ورځې وړاندې چې د صبریوولسوالۍ خلبیسات سیمې څخه د رحمن ګل په نوم یو ماشوم تښتول شوی و، نن د مرکز اړوند کوکارک په سيمه کې د چیک پواینټ پرمهال د اختتافګرو له منګولو خوشې شو.
هغه زیاتوي، پېښه کې ښکېل کسان د ا.ا تر تعقيب لاندې دي او سخته سزا به ورکړي.
د ياد ماشوم کورنۍ د امنيه قوماندانۍ له منسوبينو مننه کړې چې له پرلپسې هڅو وروسته یې د دوی ماشوم له اختتافیچانو وژغوره.
ش–م