د خوست امنیه قوماندانی مطبوعاتي دفتر څخه خپرې شوې ابلاغیه کې راغلي ، چې دې خوست ښار جنوب لویدځې څنډې ته څېرمه د کورنیو چارو وزارت اړوند ۴۲ جریبه او ۲۰۰ میتره دولتي ځمکه چې وزارت یې قانوني او شرعي اسناد لري، د غصب ګرو له منګولو ژغورلي، اودا مهال پرې دې امینه قوماندانۍ لپاره د تاسیساتو جوړولو کار روان دی. که څه هم امنیه قوماندانۍ ندي ویلي چې دا د مافیایي کړی څوک دي، خو خبر یې ورکړی چې خوست کې ځینې مافیایي کړی لا هم هڅه کوي چې عامه ذهنیت ګډوډ کړي، تر څو خپلو اهدافو ته ورسیږي. بل خوا بیا نن لسګونه کسانو د خوست ښار همدې لودیځې څنډې ته د مظاهرې په ډول راټول شوي وه،او تور یې پورې کوه چې امینه قوماندان ددوی په رهایشي ځمکو کې نظامي تاسیسات جوړوي.