د خیبر پښتنوخوا څخه خبري سرچینې وایي چې نن سهار ۱۰:۴۵ د پاکستان پوځیانو یو کاروان چې شمالي وزیرستان ته پر لاره وه ، ډېره اسماعیل خان ته څېرمه د لرې کنترولیدونکي سړک غاړې بمي چاودنې وهلی ، چې له امله یې ۲۳ پوځیان ژوبل او موټر یې هم ویجاړ شوی. د سرچینې په حواله چې ټپيانو کې یې د یو شمېر حالت د اندېښنې وړ دی. ځایي امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې ټپیان یې نېږدې روغتون ته انتقال کړي. او ترهګرو پسې هم د لټون عملیات پیل شویدي. د یادولو ده چې تېره اونۍ هم د خیبرپښتونخوا اړوند هنګو کې د تېلو پر تاسیساتو برید کې د پاکستان ۶ امنیتي سرتیري وژل شوي وو.