د خیبر پښتونخوا اړوند باړه تحصیل څخه خبري سرچینې وايي چې د چارشنبې په ورځ د باړې بازار شهباز پلازه ته څېرمه د نامعلومو وسلوالو لخوا د نور محمد په نوم یوه پولیس باندې وسلوال برید شوی. چې برید کې لومړی نور محمد ټپي شولو خو وروسته یې روغتون کې ساه ورکړله. د پولیسو ځآیو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د وسلوالو لټون پسې یې عملیات پیل کړیدي خو تر اوسه څوګ په ګوته ندي ورغلي. د یادولو ده چې دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا ګڼو ښارونو کې امنیتي پېښې ډېرې شوي چې د پاکستان حکومت یې پړه افغانستان کې د پاکستاني طالبانو خوندي ځایونه باندې اچوي. خو افغان طالبانو یې دا شان ادعاګانې تل رد کړیدي.