د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلغې بنو څخه خبرونه وايي چې نن د روانې نومبر نولسمه ماښام د وسلوالو یوې ډلې چې موټر بم ځانمرګی هم ورسره وه. د بنو اړوند مالي خیل سیمه کې د پوځ په یو مرکز لومړۍ ځانمرګی موټر بم برید کړی. او ورپسې نور وسلوال پر مرکز ور ننوتلي او جګړه یې پیل کړیده. ناتایید شوي لومړني راپورونه وايي چې یاد برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. که څه هم د پاکستان پوځ تر اوسه د یاد برید په اړه څه ندي ویلي. خو امنیتي سرچینو رسنیو ته منلي چې د برید پر مهال د پوځ یاد مرکز کې تر ۳۰ دیرشو پورې امنیتي پوځيان موجود وه. د یادولو ده چې دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا ګڼو سیمو کې امنیتي پېښې ډېرې شویدي، چې تیره ورځ هم د خیبردرې تیرا سیمه کې د پاکستان پوځ ۸ کمانډویان د وسلوالو یو برید کې وژل شوي وه.