د خیبر پښتونخوا کورمې څخه خبرونه وایي چې نن (نومبر ۲۱ )د ملیکانو پر یوې قافلې چې له کورمې پېښور ته په لاره وه. نامعلومو وسلوالو برید کړی. چې له امله ۳۹ کسان وژل شوي. او ۱۱ کسان نور ټپیان دي. د کورمې ضلعې د پولیسو مرستیال کمشنر جاوېدالله مسيد رسنیو ته د پېښې تایید کړی. او زیاته کړیده چې وسلوالو پیدا کولو پسې لټون روان دی.