د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) نن، د دسمبر ۲۱مه، په یوه تازه بیان کې ویلي چې د وسلوالو یوه برید پر مهال د پوځ ۱۶ سرتیري یې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ بیان له مخې ، یاده پېښه د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان مکین سیمه کې د پوځ پر یوې امنیتي پوستې د وسلوالو تر برید وروسته رامنځته شوي. یاد بیان کې پوځ د برید پړه پر تحریک طالبان پاکستان (TTP) ور اچولې او ټینګار یې کړی چې د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات روان دي.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی. او یوازې په تېرو ۱۰ میاشتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو باندې ۱۵۶۶ بریدونه شوي، چې له امله یې شاوخوا ۹۲۴ امنیتي پرسونل خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.