د اګست څوارلسمه چې د پاکستان ازادۍ ورځې سره برابره ده او نن د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د خوشالۍ په ډول لمانځل کیږي. خو دخیبر پښتونخوا ګڼو ښارونو کې ډېر شمېر ځایي خلک چې دې اشر په ډول لارو او کوڅو ته د تورو بیرغونو سره راوتلي وو ، دا ورځ یې نن د تورتم یا بدې ورځې په ډول ولمانځله، او لدغې ورځې څخه یې د کرکې او نفرت اظهار کولو. لارو کوڅو ته راوتلو خلکو د اګست څوارلسمه دې یو داسې نظام چې د ظلم ، بې عدالتۍ او سیمه کې تندروی ته ترویج ورکولو کې خاص کردار لوبولی ، پیدا کیدو له امله بده بلله چې ظاهرآ یې اشاره د پاکستان رامنځته کیدو ته وه. نو له همدې امله یې د یادې ورځې څخه د کرکې او نفرت اظهار څرګندولو ، او دا ورځ یې د تورې ورځې په ډول ولمانځله. د یادولو ده چې د تېرو ۷۵ کالونو راهیسې چې د پاکستان په نوم سیمه کې کوم ملک رامنځته شوی. په سیمه کې تندروي او تروریزم پراخ شوی چې ترټولو ډېره ضرر پکې د خیبر پښتونخوا خلکو او ډیورند بلې غاړې افغانانو ته سخت زیان رسولی. او دا سلسله هم ښه په شدت سره روانه ده.