د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر خپل تازه بیان کې رسنیو ته ویلي چې نن د خیبرپښتونخوا کورمې ضلعې اړوند اروالي سیمه کې د پوځ او سختدریځه وسلوالو تر منځ نښته شوي چې له امله يې د پاکستان درې پوځیان وژل شویدي. د بیان له مخې یاده نښته کې دوه وسلوال هم وژل شوي . بل اړخ ته په خیبر پښتونخوا کې فعال د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي رسنیو ته یوه استول شوي پیغام کې دعوه کړي چې تېره شپه يې د پآکستان پوځ پوستې او موټریز کاروانونه په نښه کړي او ګڼ شمېر کې پوځیانو ته يې مرګ ژوبله اړولي. د یادولو ده چې دې تېرو دوه میاشتو راهیسې خیبر پښتونخوا او پلازمینې اسلام اباد کې بد امني زیاته شوي، دوه ورځې دمخه د امریکا ، کاناډا ، استرلیا په ګډون سعودعرب هم خپلو وګړو ته اسلام اباد کې دې بې ضرورته تګ راتګ څخه ډډه کولو خبرداری ورکړی وو، همدا شان یاد خبرداري کې دا سپارښتنه هم شوي وه چې پلازمینې اسلام اباد کې د پنځو ستوریزو هوټلونو ته هم نه ورنیږدي کیږي ځکه چې یادو هوټلونو ته د ترهګرو لخوا د بریدونو خطره زیاته شوي