د خیبر پښتونخوا ټانک پولیسو رسنیو ته ویلي چې نن یې پر مرکز باندې د پاکستاني طالبانو لخوا وسلوال برید شوی چې پایله کې یې دایف سي شپږ سرتیري وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.
یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې وسلوالو د پاکستان دغه خونديامنیتي مرکز ته دننه ځانونه رسولي وو او دننه یې پر امنیتي ځواکونوبریدونه ترسره کړي نو ځکه خو مرګ ژوبله هم لوړه رامنځته شوي. که څههم لا تر اوسه روښانه نده چې وسلوال څنګه تر دغه خوندي امنیتي مرکزځانونه رسولي خو د ټانک پولیسو یو افسر وقار خان رسنیو ته ویليچې وسلوالو مرکز ته د ننوتلو لپاره له زینو کار اخیستی. برید د شپې لهدرو بجو پیل شوی او تر سهاره یې دوام درلود.
د یادولو ده چې تېره څلورم په شپه هم د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د ډزو پهپایله کې دوه پوځيان او دوه نور کسان وژل شوي وو.