د خیبر پښتونخوا صدر تاڼې مشر سید ایاز خان رسینو ته منلي چې د خیبر پښتونخوا اړوند لکي مروت ضلع صدر تاڼې سیمه کې نامعلومو وسلوالو د پولیسو پر ګزمې برید کړی چې له امله یوې دې ای ایس ای یا د پاکستان پټو رازونو ادارې افسر او درې پولیسان وژلي. او وسلوالو له سیمې په تېښته بریالي شوي. که څه هم تر اوسه د یاد برید پړه چا پر غاړه نده اخیستي خو یاده سیمه کې د پاکستان طالبانو تحریک ډله فعاله ده.