د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان پولیسو مشر رسنیو ته ویلي ، د مسافرو یو بس چې دې راولپينډۍ نه ګلګیت ته روان وو، د خیبر پښتونخوا کوهستان برسین علاقه کې پرې چاودنه شوي، چې ۹ چینايي انجیرانو په ګډون ۱۳ تنه پکې وژل شوي او ۱۷ تنه نور پکې ټپيان دي. وژل شویو کې دوه پاکستاني سرتیرې هم شامل دي. د سیمې چارواکو په وینا چې چینايي انجینران د سیمې داسو ډېم جوړولو لپاره دغې سیمې ته روان وو چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوله. تر اوسه کومې ډلې د یادې چاودنې پړه پر غاړه نده اخیستي.