د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ، افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د هغو امریکايي ځواکونو د قربانیانو له کورنیو سره ولیدل چې په افغانستان کې یې خدمت کړی وو. افغان ولسمشر د ګډو موخو او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د یادو ځواکونو خدمتونه او قربانۍ وستایلې.