کابل، د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۱۳مه – د ترکیې جمهوریت، د قطر دولت او ملګري ملتونه په ګډه د ۲۰۲۱ کال د اپریل میاشتې له ۲۴ څخه د مې تر ۴ پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمینځ د لوړې کچې یو جامع کنفرانس ترسره کوي. ترکیه په استانبول کې د دغه کنفرانس کوربه توب کوي. د کنفرانس تر سره کوونکي د یوه خپلواک، آزاد او یو موټي افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.
د افغانستان د سولې پروسې په اړه د استانبول کنفرانس لوړه موخه دا ده چې په دوحه کې د افغانستان روانې خبرې اترې ګړندۍ او بشپړې شي تر څو یو عادلانه او دوام لرونکی سیاسي جوړجاړی تر لاسه شي.
په کنفرانس کې برخه اخیستنه او د هغې اجنډا له افغان ګوندونو سره د پراخو مشورو موضوع وه. دغه کنفرانس به د خبرو اترو ښکېلو اړخونو سره په مرسته تمرکز کوي تر څو د ګډو او بنیادي اصولو یوې ټولګې ته ورسیږي چې د افغانستان د راتلونکې رهبرۍ لپاره به یو ګډ لیدلوری، راتلونکی سیاسي جوړښت او د شخړې پای منعکس کوي.
زموږ تمه دا ده چې دغه کنفرانس به د ټولو همکارانو لپاره یو مهم فرصت برابر کړي چې سولې، ثبات او هوساینې ته د رسیدو په لار کې د افغانستان له خلکو سره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړي.