یوې ځایي سرچینې هېواد پریس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د تېرو څو ورځو راهیسې د هلمند پر فضا ګڼې بې پېلوټه الوتکې لیدل کیږي. چې له امله یې د خلکو تر منځ وېره خپره شوي. د سرچینې په وینا ځایي طالب چارواکو هم خپلو ټولو کسانو ته سپارښتنېکړي چې دې ډرون الوتکو په لیدو سره خپل تلیفونه خاموش او سیم کارتونه یې لرې کړي. بل پلوه ته ځینو سرچینو خبر ورکړی چې ننهلمند ولایت کې بې پېلوټه الوتکو پر باسټین کمپ بریدونه کړي.خو د مرګ ژوبلې په تړاو تر اوسه ځایي طالب چارواکو کوم رسنییز غبرګونمخې ته ندی راغلی. خو بلخوا ته نن پلازمینې کابل کې د ااا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد یو خبري کنفرانس کې ومنله چې د افغانستانپر فضا لا هم بې پېلوټه الوتکو ګرځي او پدې تړاو د طالبانو حکومت مسؤلینو امریکایي چارواکو سره خبرې کړي او له امریکایي چارواکویې غوښتي چې یاد هوایي تیري دې زر تر زره بند کړي.