د افغانستان ملي دفاع وزارت له خوا خپور شوی یو بیان کې راغلي چې د روان کاله وري په ۲۷ يې د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ حسین خیل کلي کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې وسلوال طالبان په نښه کړي چې ددې ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو عمومي مسول ( اجمل ماشک) په ګډون ۹ وسلوال طالبان يې وژلي ، پنځه يې ټپیان کړي او ددوی یو شمیر وسلې او تجهیزات يې هم له منځه وړي. د ملي دفاع وزارت بیان له مخې اجمل ماشک بلخ ولایت کې د هدفي وژنو (ښځينه منسوبینو او ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب ډاکټر صالح صمیم ترور) کې مهم رول درلود