ولسمشر غني د ابن سينا روغتون څخه د لیدنې پر مهال د ډاکټرانو طبي خدمات وستايل او ويې ویل،چې زموږ ډاکټران او روغتیاپال پرسونل په هر رنګه شرایطو کې هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندېکړي دي او له همدې وجې د دوی د طبي وړتياوو له امله ما هم خپل عملیات په افغانستان کې وکړل.
ده په خپلو څرګندونو کې يادونه وکړه،چې افغانستان د نورو پرمختګونو تر څنګ د طبي وړتياوو په ډګر کې هم د پرمختګ په حال کې دی. ولسمشر غني د روغتون څخه لیدنې پر مهال د روغتون یو شمیر ناروغانو هم له نیږدې وکتل او دوی ته يې د زر او بشپړ روغتیا هیله څرګنده کړله.