وروسته له هغه چې پاکستانیو رسنیو د جیو تلویزون خبریال حامد میر له خولې خبر ورکړ ، چې د افغانستان جمهور ریئس محمد اشرف غني د پاکستان سره اړیکو رغولو لپاره څو ځلې دې هېواد ته پټ سفرونه کړي. نن د حکومت رسنیو دفتر ریئس دوا خان مینه پال پر خپلې فیسبوک پاڼې ولیکل چې د ولسمشر وروستی سفر پاکستان ته په ۲۰۱۹ کال جون کې وه. او له هغه وروسته یې پاکستان ته هیڅ سفر ندی کړی. خو مینه پال دا ندي ویلې چې له هغې مخکې یا کوم پټ سفر هم ولسمشر ندی کړی.