د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن خپل تازه بیان کې ویلي چې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو، ښوونځیو او تحصیلي مراکزو د تړلو او د میرمنو د کار په تړاو د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د موقف هرکلی او تائيد کوي!
حامد کرزي هم خپل بیان کې د طالبانو حکومت غوښتنه کړي چې “ د هېواد د پرمختگ، ودې او د حیاتي گټو د تأمین لپاره
هرڅه ژر د نجونو د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو دروازې پرانیزي، او د میرمنو د کار په مسئله کې پر خپله پریکړه له سره غور وکړي او په هیواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي”.
د یادولو ده چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم یوه بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د افغان میرمنو په تړاو د خپلو وروستیو فرمانونو څخه لاس په سر شي، خو تر اوسه یادو بیان ته طالبانو کوم غبرګون ندی ښودلی.