د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې وتلیو لوبغاړو، رحمان الله ګربز، راشد خان او محمد نبي، په افغانستان کې د مېرمنو د طبي ښوونیزو بنسټونو د تړلو په اړه خپل غږ پورته کړی او د طالبانو له امیره یې غوښتنه کړې چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
یادو لوبغاړو په خپلو خواله رسنیو اکاونټونو کې د ښځو تعلیم ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی او د طالبانو دا ګام یې د هېواد د راتلونکي لپاره زیانمن بللی دی.
رحمان الله ګربز په خپل پیغام کې لیکلي: “تعلیم د هر افغان حق دی، ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او هغوی د پرمختګ لپاره زده کړو ته اړتیا لري.”
راشد خان ویلي: “په ګران هېواد کې د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو د تړل کیدو خبرونو خواشینۍ او مایوسه کړی یم. ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو د خپګان انځورونو لیدل ډېر دردوونکي دي“ نوموړي خپل بیان کې زیاته کړي چې “ لکه څنګه چې د یو هېواد پرمختګ بنسټ په تعلیم پیل کیږي. همدا راز زموږ خویندې حق لري چې تعلیم وکړي. او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي. نو هیله لرم چې دغې پریکړې ته بیا کتنه وشي. او زموږ خویندو ته د اسلام مبارک دین اصولو مطابق د زده کړو زمینه برابره شي.”
محمد نبي په خپل بیان کې د مېرمنو د زده کړو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي: “ښځې د ټولنې جوړونکي دي، او هغوی ته د زده کړې حق ورکول زموږ ملي او اسلامي مسؤولیت دی.” نوموړي خپل بیان کې زیاته کړي “ د طالبانو پرېکړه چې نجونو ته د طب د زده کړې اجازه نه ورکوي، نه یوازې خواشینونکې ده بلکې بېعدالتي هم ده. اسلام تل ټولو ته د تعلیم پر ارزښت ټینګار کړی، او تاریخ د هغو مسلمانو ښځو ډک دی چې د زده کړو له لارې یې ډېرو نسلونو ته ډېر خدمتونه کړي دي. زه له طالبانو غواړم چې په دې ارزښتونو غور وکړي. نجونو ته د زده کړو او خپلو خلکو ته د خدمت فرصت نه ورکول، د دوی د هیلو او زموږ د ملت د راتلونکي سره جفا ده. پرېږدئ چې زموږ لوڼې زده کړې وکړي، وده وکړي، او د ټولو لپاره یو غوره افغانستان جوړ کړي. دا د دوی حق دی، او زموږ مسؤولیت دی چې دغه حق خوندي کړو. “
د کرکټ لوبغاړو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په کور دننه او بهر د طالبانو پر دې پرېکړه سخت غبرګونونه ښکاره شوي دي. نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونه هم پر طالبانو غږ کوي چې د ښځو زده کړو ته اجازه ورکړي او خپلې پرېکړې بېرته واخلي.
یاده دې وي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د افغانانو په منځ کې پراخ محبوبیت لري، او د دغو لوبغاړو دریځ د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.