د امریکا بهرنیو چارو وزارت نن تازه بیان کې ویلي چې دې روانې میاشتې جون په څلورمه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکې ملي امنیت شورا ، دفاع وزارت او دې یو ایس ای ډي استازو په ملتیا کابل ، قطر او د سیمې هېوادونو ته په سفر روان شول. د بیان له مخې یاد پلاوی به د افغان جمهور رئیس اشرف غني ، د افغان سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبد الله عبدالله ، نورو افغان سیاسي مشرانو په ګډون د میرمنو او مدني ټولنو استازو سره پر افغان سولې، افغانستان سره د امریکا په دوه اړخیزو اړیکو او مرستو خبرې وکړي
د افغان سولې لپاره د امریکا د سولې دا لوړ پوړی پلاوی داسې مهال سیمې ته په سفر روانیږي چې تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان سولې مذاکرات په ټپه ولاړ دي