د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته وویل چې په دې ناسته کې خپله دی، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد او د پاکستان او چین استازي غونډه کې برخه اخلي او د افغانستان سوله او ددغه هیواد کې د سیاسي جوړجاړي په اړه خبرې کیږي.
ضمیر کابلوف ویلي، دوی به د جمعې د ورځې غونډه کې له یوه ګډ دریځه د افغانستان د سولې پر بهیر تمرکز وکړي او په خبره یې دغه خبرې به خوځنډه کړي.
تاس په خپل راپور کې د غونډې ځای نه دی یاد کړی، خو تېره مارچ میاشت کې مسکو د ورته غونډې کوربه و چې لوړ پوړو افغان سیاستوالو او طالبانو هم ګډون په کې درلود. خو اوس دې ناستې کې د افغان چارواکو د ګډون په اړه خبر نشته.