د تایواني رسنیو د راپورونو له مخې، د M1A2T ابرامز ټانکونو لومړۍ جوپه، چې تایوان له متحده ایالاتو څخه اخیستې وه، هېواد ته رسېدلې ده. په دې جوپه کې ۳۸ ټانکونه شامل دي
ټانکونه د تایپې بندر ته رسېدلي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې هسینچو ته ولېږدول شي، چېرې به دا ټانکونه د پوځ د روزنې مرکز ته وسپارل شي. راپورونه ښیي چې د دې ټانکونو رسمي روزنه به د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۹مه نېټه پیل شي
کارپوهان وړاندوینه کوي چې د دې پرمختللو ټانکونو راتګ به د تایوان زړې M60A3 او CM11 ټانکونه ځای پر ځای کړي او د هېواد د دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي
دا پرمختګ د تایوان او چین ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو پر مهال ترسره کېږي. د دې کړکېچونو په ځواب کې، تایوان هڅه کوي چې خپلې دفاعي وړتیاوې لا پیاوړې کړي، او د متحده ایالاتو څخه د دې ابرامز ټانکونو ترلاسه کول یې یو ښکاره مثال دی