د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمیټې لوړ پوړو جمهوري پاله غړو له افغانستان څخه د امریکا وتلو څېړنه پیل کړله. د امریکا سي این این تلویزون نن خبر ورکړی چې د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمیټه کې لوړپوړ جمهوري پاله استازو په رسمي ډول د امریکا بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړيدي چې له افغانستان څخه د ګډوډی په حال کې د امریکا وتلو هغه ډېر شمیر اسناد د څېړنو په موخه یادې کمیټې ته ورکړي. چې د یاد بهیر په تړاو ترتیب شویدي. د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کاول په یوه رسمي خط کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، چې د روانې جنورۍ میاشتې ۲۶ نیټې پورې له افغانستان څخه د وتلو بهیر په تړاو ټول اسناد یادې کمیټې ته دې څېړنو په موخه وسپاري. که چېرې د ټاکلي مودې کې ونه سپاري نو دوی به يې په قانوني ډول احضار کړي. دا رسمي خط چې په لسو مخونو کې د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمپټې مشر مایکل مک کاول ترتیب کړی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت څخه پکې غوښتنه شوي چې د بایډن ادارې لخوا د طالبانو استازو سره د ټولو ناستو او همدا شان له افغانستان څخه د وتلو په تړاو د یادو وزارت خپل منځي ټولو غونډو راپور دوی ته د څېړنو په موخه ورکړي. که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د امریکا استازو جرګې دغې غوښتنې ته لا رسمي جواب ندی ورکړی. خو بهرنیو چارو وزارت کې یو کم شمېر چارواکي د یاد پروسې په تړاو څېړنو لپآره د اسنادو په ترتیبولو بوخت شویدي.
د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کميټې له افغانستان څخه د امریکا وتلو څېړنه پیل کړله
مخکینی پوسټ