د امریکا دفاع وزارت تازه بیان کې راغلي چې د امریکا دفاع وزیر لیوډ اسټن ۲۸ اپریل د پآکستان پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې امنیت ، ثبات او له افغانستانه د ټولو امریکا يي پوځيانو وتلو په هکله خبرې کړیدي. دغه تلیفوني خبرو کې د امریکا دفاع وزیر اسټن د پاکستان سره په دوه اړخیزو همکاریو ټينګار کړی او د افغانستان سولې پروسه کې د پاکستان همکارۍ څخه هم مننه کړي. دفاع وزیر اسټن په سیمه کې د ګډو اهدافو لپاره په ګډه مخته تللو تقضا باندې هم خبرې کړي.