د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دې امریکایی رسنی سي این این سره تازه مرکه کې د افغانستان په تړاو یوې پوښتنې په هکله وویل چې ، افغانستان کې یو ځل بیا د کورنۍ جګړې پیلیدو لپاره هیڅوک لیوالتیا نلري. په دقیقه توګه افغان ولس بیا داسې جګړه نه غواړي. افغان حکومت او طالبان هم کورنۍ جګړه نه غواړي. او نه داسې جګړه د افغانستان ګاونډیان غواړي. دا یوه احتمالي سناریو ده. خو له افغانستانه وتلو وروسته به موږ لا هم افغانستان سره ژور اړیکو پاللو کې پاتې شو. موږ به افغانستان پرمختګ لپاره افغانستان سره خپلې مرستې په ملکي او نظامي برخو کې جاري وساتو. موږ په افغانستان کې له ۳۰۰ زرو زیات امنیتي ځواکونه روزلي. هغوی به پر خپل ځای وي. اوس هلته مختلف لوبغاړي خپل کردار لوبوي. او زموږ هیله ده چې منفي خواته لاړ نشو. خو که هرې خوا ته تلو، نو موږ هرې سناریو لپاره پلان لرو.
د امریکا سره د افغان ژباړونکو او نورو محلي کارکونکو برخلیک په هکله بلې پوښتنې په تړاو بلینکن وویل چې دا مهال ۱۸ زره کسانو امریکا ته دې راتګ لپاره غوښتنه کړیده. په ۹ زرو یې کار شویدی، او ۹ زره یې لا پاتې دي. په هغوی هم په ډېر جدیت سره غواړو کار وکړو.