د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د افغانستان سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره نن په تلیفون خبري کړي ، پر خپل ټویټر تازه بیان کې ویلي چې ، “ امریکا به افغانستان کې د جګړې پایته رسیدو ، یو عادلانه او پایښت لرونکي سیاسي حل لپاره خپلې هڅې جاري ساتي”. همدا شان ښاغلي بلینکن په افغانستان کې د طالبانو پرله پسې بریدونه او د بې ګناه افغانانو وژنه هم غندلي، او د سولې هڅو په ګړندی کولو یې ټينګار کړی. همدا راز ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپل تویټر د یادې تلیفوني مکالمې په تړاو بیان جاري کړیدی. نوموړي لیکلي چې ، افغانستان مسله یوازې د سیاسي جوړجاړي دې لارې حل کیدلی شي. او دا سیاسي جوړجاړی باید د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتي.