د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې هند ته په رسمي سفر تللی ، هلته یې د خپل هندي سیال جي شنکر سره خبري ناسته کې د افغانستان پر حالاتو هم لنډه تبصره وکړله.نوموړي وویل چې د سولې او ثباته برخمن افغانستان د امریکا او هند دواړو لپاره په ګټه دی. او دې چارې لپاره به دواړه ملکونو ګډې هڅې جاري ساتي. بلینکن په سیمه کې د هند رول هم ارزښتمن وباله او زیاته یې کړله ، “هند په سیمه کې د امریکا مهم ملګری دی ، چې د افغانستان پرمختیايي چارو او ثبات کې هم رول ادا کړی، او زموږ هیله همدا ده چې هند به دې برخه کې د افغانستان سره خپلې همکارۍ جاري ساتي”. همدا راز بلینکن د طالبانو په هکله هم وویل چې ” څومره چې طالبان ښاري سیمو ته نیږدې کیږي هغومره یې کړنې د اندیښنې وړ دي. خو موږ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوو او امریکا به هیڅکله هم داسې یو حکومت و نه مني چې پر خپل ولس ظلم کوي. نو که چېرې طالبان د زور د لارې واک ته هم ورسیږي ، دوه به ګټه ونکړي. نو ددې خاطر طالبان باید د جګړې څخه لاس واخلي. او د سولې خبرو ته مخه کړي”.