د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ د امریکا کانګریس ته د یوه استول شوي لیک په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ سوریه کې پر ایران پلوه ملیشو باندې د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د امریکا کانګریس ته استول شوي لیک کې جمهور رئیس جوبایډن ویلي چې د یادو هوایي بریدونو اجازه یې د امریکا کور دننه او بهر ملي منافعو او اتباعو ساتنې په خاطر ورکړي. نوموړي خپل لیک کې زیاته کړي چې “د امریکا اعلئ سرقوماندان په حیث د اساسي قانون په چوکاټ کې مې د خپل واک او مسؤلیت سره سم کور دننه او بهر د متحده ایالاتو د اتباعو د ساتنې او د متحده ایالاتو د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ ګټو ته په پام سره، د یادو نظامي عملیاتو اجازه ورکړي.”
بایډن د پنجشنبې په ورځ د سوریې په ختیځ کې د هغو تاسیساتو پر ضد د هوايي بریدونو امر وکړ چې د ایران ملاتړي ملېشو ترې کار اخیستلو. د امریکا دفاع وزارت د برید وروسته رسنیو ته وویل چې د سوریې پولې د کنټرول په نقطه کې د ایران پلوه ملیشو ګڼ تاسیسات ویجاړ شوي او مرګ ژوبله هم لري، خو نور معلومات یې ورنه کړل. د یادولو ده چې دې امریکا یاد بریدونه د ایران پلوه ملیشو هغه برید په ځواب کې شوي چې دې تېرې فیبروری میاشت ۱۵ باندې د عراق په شمال کې د اربیل نړیوال هوايي ډګر چې د ایتلافي ځواکونو مرکز دی، راکټونه ویشتي وو. چې له امله یې د امریکا په مشرۍ د پوځي ایتلاف یو ملکي قراردادي وژل شوی او د یوه امریکايي سرتیري په ګډون څو تنه نور ټپیان شوي وو.