د امریکا دفاع وزارت د ۱۹۹۹ کال کې د جنوبي اسیا په تړاو د ۲۰۰۰ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې خپلو اروزنو کې وړاندوینه کړي ، چې پاکستان به دې ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کالونو تر منځ د اقتصادي رکود ، کورنۍ سیاسي ګډوډی او احتمالي ورکیدو سره مخ کیږي. یاده ارزونه کې ویل شوي، چې دې ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو سره به پاکستان کې ناراضه سندیان ، بلوچ او پښتانه به په بغاوت لاس پورې کوي. سختدریځه اسلامپالي به هم د پاکستان بې ثباتۍ ته زور ورکوي. او دغو ټولو ستونزو سربېره به پاکستان د سخت اقتصادي رکود سره هم مخ وي. چې داسې سناریو سره مخ کیدلو په ترڅ کې به پاکستان له منځه ځي. پنجاب به هندوستان نیسي. او نورې صوبې به ځآنته ځانته کیږي. د یادولو ده چې که څه هم یاده ارزونه سل په سلو کې نده رښتیا شوي. خو دا مهال پاکستان د سخت اقتصادي زوال ، کورنۍ سیاسي بې ثباتی او دې اسلامپالو وسلوالو سره جګړه کې ښکیل وضیعت يې خورا د اندیښنې وړ دی.