د امریکا دفاع وزیر لوید استن چې نن جون لسمه د امریکا سنا استماعیه ناسته ته ورغلی وو، سنا ته وویل چې دا مهال د افغانستان څارنې او جنګي ماموریت په خلیج حوزه کې د امریکايي اډو څخه کیږي. استن سنا ته خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د افغانستان څخه د وتلو وروسته به لا هم د افغانستان سره نېږدې پاتي شي. نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم وانخیست خو زیاته يې کړله چې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو له جملې څخه په یوهېواد کې د امریکايي اډې د درلودلو لپاره کار جریان لري. خو تر اوسه ددغه بحثونو لپاره کره نيټه نده ټاکل شوي . د یادولو ده چې تېره اونۍ یو شمیر رسنیو خبر ورکړی وو چې امریکا د پاکستان په خاوره کې نظامي اډې جوړوي، خو وروسته بیا د پآکستان خارجه وزارت دغه خبر رد کړ
د امریکا دفاع وزیر: د افغانستان ګاونډ کې د امریکايي اډې درلودلو کار جریان لري
مخکینی پوسټ