د امریکا مرکزي ځواکونو قومندان جنرال مکنزي چې د امریکا کانګریس وسلوالو ځواکونو کمیټې ته د خبرو لپاره ورغوښتل شوی وه، دکانګریس یادې شوي کمیټې ته ویلي، چې دده خپلې تجربې په اساس ، د طالبانو په خبرو باور نشي کیدلی. هغه وویل: “زه په طالبانوباندې د باورتیا په اړه جدي شکونه لرم.خو باید وګورم چې په عمل کې څه کوي”. همدا شان جنرال مکنزي خپلو خبرو کې دا هم زیاته کړلهچې “طالبان د خپلې راتلونکې لپاره که وي هم باید د تاوتریخوالي او د ترهګرو ډلو له ملاتړ نه لاس واخلي او که دوی (طالبان) غواړي پهنړیواله کچه ومنل شي، ناچاره دي چې په خپلو موافقو عمل وکړي”. که څه هم طالبانو وار له مخکې ددوحې تړون څخه امریکا په سرغړونهتورنه کړي، او ترکیه کې د افغان سولې په نوم په ۲۴ اپریل کیدونکي کنفرانس کې له ګډونه انکار کړی، خو افغان سوله کې ښکیل اړخونه ( قطر ، امریکا ، ترکیه ، پاکستان) هڅه کوي چې طالبان بېرته د خبرو مېز ته راولي.