د امریکا د «میلتري» په نوم یوې مشهورې ویبپاڼې، چې د پوځي موضوعاتو اړوند راپورونه خپروي، د افغانستان د جمهوریت د سقوط په اړه د افغان جنرال سمیع سادات کتاب د ۲۰۲۴ کال د پوځي موضوعاتو په غوره لسو کتابونو کې شامل کړی دی.
جنرال سمیع سادات، چې د افغانستان د جګړې ډګر یو له کلیدي قوماندانانو څخه و، د «وروستی قوماندان: د افغانستان د تیرو او راتلونکو جګړو کیسه» په نوم یو کتاب په انګلیسي ژبه لیکلی دی. دغه کتاب د ۲۰۲۳ کال د اسد میاشتې په ۱۵مه نېټه په متحده ایالاتو کې خپور شو.
په کتاب کې د افغانستان د ملي اردو د سقوط ، په وروستیو اونیو کې د طالبانو پر وړاندې د جګړو، د پخواني حکومت د سقوط، او د امریکا د وروستیو ورځو یادونې رااخیستل شوي دي. جنرال سمیع سادات د افغانستان د امنیتي ځواکونو د یو کلیدي قوماندان په توګه خپلې ستونزې او تجربې هم دغه کتاب کې بیان کړې دي.
د «میلتري» ویبپاڼې د کتاب د غوره کولو په اړه لیکلي چې دا اثر د افغانستان د جمهوریت د وروستیو ورځو پیچلې پېښې په تفصیل بیانوي او لوستونکو ته د دې تاریخي شیبو ژوره درک ورکوي.
یادې ویبپاڼې دا کتاب د نورو مشهورو کتابونو ترڅنګ لکه “ د زړورتیا انتظار، د عراق جګړې لپاره پلان جوړول، زه به د جګړې کومه کیسه ونه وایم، زموږ پلرونو د دویمې نړیوالې جګړې په اړه څه ونه ویل ، ماولیږی ، دا زموږ جګړه نده ، جبري سرتیري ، “ سره یو ځای غوره کړیدی.
د یادولو ده چې جنرال سمیع سادات اوس مهال په متحده ایالاتو کې د «د افغانستان متحد جبهې» په نوم د سیاسي تحریک مشري کوي. هغه په وروستیو امریکایي ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کړی او باور لري چې د ټرمپ په مشري کې به متحده ایالات د طالبانو ضد جبهې ملاتړ وکړي او طالبان به له واکه لرې شي.