د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یو اجرایوي فرمان له مخې د امریکا غږ او دوه نورو حکومتي رسنیو چارې ځنډولي او دې یادو رسنیو ۱۳۰۰ کارکوونکي یې کورونو ته په رخصت استولي.
د امریکا غږ رئیس، مایکل ابراهاموویتز، هم منلي چې نږدې ۱۳۰۰ کارکوونکي یې چې خبریالان، پروډیوسران ، او تخنیکي کارکوونکي پکې دي ، رخصت کړل شوي، چې دغې چارې د امریکا غږ رسنیز فعالیتونه سخت زیانمن کړي.
د ټرمپ یاد اجرایوي فرمان له مخې د ازادۍ اروپا راډیو او ازادۍ اسیا راډیو مالي تمویل هم درول شوی.
د یادولو ده چې امریکا غږ (VOA) په ۱۹۴۲ کال کې د نازي تبلیغاتو پر وړاندې د مقابلې لپاره تأسیس شوه او اوس هره اوونۍ ۳۶۰ میلیونه خلکو ته رسېږي. د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره (USAGM)، چې د VOA مشري کوي، شاوخوا ۳۵۰۰ کارکوونکي لري او په ۲۰۲۴ کال کې یې کلنۍ بودیجه ۸۸۶ میلیونه ډالر وه.