د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اونۍ د اضافي بودیجې پیشنهاد په ترڅ کې د کانګرس څخه غوښتي دي چې امریکا ته راغلو لسګونو زرهافغان مهاجرینو ته د متحده ایالاتو د قانوني دایمي اوسیدونې لپاره لارې برابرولو کې مرسته وکړي.
د اضافي بودیجې دغه پیشنهاد چې تمرکز یې د اوکراین سره په مرستو راڅرخي، خو د افغان مهاجرینو سره د دایمي قانوني اسنادوکې مرستې یادونه هم شویده.
که چېرې د ولسمشر جوبایډین دغه وړاندیز د امریکا کانګریس ومنلو نو افغان مهاجرین به د یو کال تېریدلو وروسته چې له ټولو امنیتيارزونو په بریالیتوب سره راوتلي وي، امریکا کې دایمي اسنادو یا ګرین کارت لپاره بیا اپلای کولای شي. د یادولو ده چې یاد قانون تېر کالهم امریکا کې د مهاجرینو څخه د ملاتړ بنسټونو کانګریس ته وړاندیز کړی وو، خو د امریکا کانګریس له یاد وړاندیز څخه د نامعلومودلایلو په وجه ملاتړ ونکړ.