د امریکا کانګریس غړي براډ شیرمین خپل تازه لیک کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین باندې غږ کړی چې پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته پام واړوي. ښاغلي شیرمین خپل لیک کې د پاکستان دننه بشري حقونو ځینې مثالونو ذکر هم کړی. نوموړي خپل لیک کې د پي ټي آئي د مشر عمران خان خلاف مقدمې او د هغه په ويناو باندې د ميډيا بنديز، د مظاهره چيانو نيول، د پي ټي آئي د مشر شهباز ګيل او خبريال جميل فاروقي د شکنجه کولو او د پي ټي آئي بل مشر علي امین ګنډار پور نیونو یادونه کړي. په ذکر شوي لیک کې د پنجاب او خیبرپښتونخواه انتخاباتو کې د ځنډ یادونه هم شوې ده – د شیرمین په وینا چې دا “د جمهوري بهیرونو د ځنډولو یوه بله نښه ده”. همدا رنګه یاد لیک کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هغه بیان ته هم ګوته نیول شوي چې نوموړي پکې ویلي وو چې “ پاکستان کې به یا عمران خان له منځه ځي یا رانا ثناالله”. ښاغلي شیرمین همدا راز خپل لیک دا هم ویلي چې “زه د پاکستان اساسي قانون ته درناوی لرم. موږ نه غواړو چې د پاکستان کورنیو چارو کې مداخله وکړو. خو کله چې د پاکستان خلکو بشري حقونه په خطر کې وي. نو موږ به یې له غږ پورته کولو ډډه ونکړو.” یاد لیک کې ښاغلي شیرمین پاکستان دننه نورو بشري حقونو سرغړونو ته لکه “ د اجینسیو لخوا د خلکو بې درکه کول، سیاسي فعالینو بندیانول، د عدالت لرې وژنې ، په انترنیت محدودیتونو وضع کول، مذهبي ازادیو سختول او داسې نورو مسایلو ذکر هم کړی.” د یادولو ده چې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د تیر ۲۰۲۲ کال اګست میاشت کې امریکا کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند کسانو د ځینو لابي ګرانو شرکتونو سره تړونونه کړي ، تر څو امریکا کې د عمران خان پیکه انځور بېرته ورغوي.