د اوکراین سره نښتي د روسیې بلګورود ښار څخه خبرونه وايي چې دې تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د روسیې ازادۍ غوښتونکو ځواکونو لخوا د بلګورود ښار کې د روسیې ځواکونو سره نښته پیل شویده. چې دواړو خواو ته د مرګ ژوبله اوښتو خبرونه ورکړل شوي. مسکو رسنیو ته ویلي چې پر زغروالو ګاډو او درنو وسلو سمبال څلور ډلې وسلوال چې شمېر یې تر ۷۰ کسانو پورې رسیدو ، د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې روسي ځواکونو سره جګړه کې له پښو غورځولي. مسکو ویلي چې یاده جګړه کې يې د خپلو ځواکونو دفاع کې هوايي ځواک څخه هم کار اخیستی او د یادې حملې پړه یې پر اوکراین ورچولي. خو د اوکراین دفاع وزارت مرستیال ګانا مالیار بیا نړیوالو رسنیو ته ویلي چې یادو بریدونو کې دوی هیڅ ډول رول نلري او دوی نه غواړي چې د اوکراین پولو بهر نورو هېوادونو جګړو کې ښکېل اوسي. بلخوا ته دې مسکو ضد د روسیې ازادۍ غوښتونکي او د روسیې دوطلب ځواکونو ډلو دعوې کړي چې یادو بریدونو کې يې د بلګورود څو ښارونه نیولي. هغه ویډیو ګانې چې یادو ډلو پر خواله رسنیو خپرې کړي، پکې ښکاري چې دوی ته د بلګورود ښار کې د روسیې ځینې پوځي تاسیسات ویجاړ او پوځي زغروال ګاډي په لاس ورغلي.