ايراني چارواکو منلي چې په ټول ایران کې د تېلو پمپونو په سیستم انترنېټي بریدونه شوي ، چې له امله یې د تېلو پمپونو ټول الېکترونیکي خدمات په ټپه ولاړ دي. او ټول خلک تېل پمپونه په لاسي توګه کاروي. او الکترونیکي کارتونه له کاره لویدلي. د ایران نفتو وزیر جواد اوجي هم منلي چې یاد انترنیتي برید د تېلو په الیکترونیکي کارتونو شوی چې دې تېلو اخیستلو لپاره کارول کیږي. د ایراني چارواکو په حواله د یادو بریدونو له امله دې ایران ۴۳۰۰ تېلو پمپونو چارې په ټپه دریدلي او یا ګډې وډې شوي.