د مالي اقدام کاري ځواک نړیوالې ادارې یا اېف اې ټي اېف پاکستان په خړ لیست کې د ساتلو پریکړه وکړله. پاکستان د تورو پیسو سپینولو او د ترهګرو سره د مالي ملاتړ په وجه د اېف اې ټي اېف نړیوالې ادارې ۲۰۱۸ کال راهیسې خړ لیست ته اچولی. او له هغې وروسته پاکستان څو ځلې کوشش وکړ چې له دغه لیست څخه ځانونه وباسي خو مخنیوی یې کیږي.
د مالي اقدام کاري ځواک نړیوالې ادارې ۲۰۱۸ کې پاکستان ته ۲۷ موارده مخکې کړي وه، او له پاکستان یې غوښتنه کړي وه چې تر څو یې دا ۲۷ شرطونه پوره کړي نه وي تر هغې به پاکستان په خړ لیست کې وي. د اېف اې ټي اېف ادارې مشر مارکس پلییر تازه بیان کې ویلي چې دا مهال پاکستان له ۲۷ شرطونه څخه ۲۶ شرطونه پوره کړي ، خو ترهګرو ته د سزا ورکولو او وسلوالو خلاف د قانوني اقداماتو نه کوله له امله به خړ لیست کې وي. له پآکستان غوښتل شوي چې د ملل متحد تور لیست کې شامل د جیش محمدي بسنټپالې ډلې مشر اظهر ، او لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید ، او بل عملیاتي قوماندان ذاکر رحمان لکاوي پر وړاندې جدي قانوني اقدامات وکړي.
د یادولو ده کله چې یو هېواد د اېف اې ټي اېف ادارې خړ لیست ته لاړ شي، نورې نړۍ سره یې سوداګریز فرصتونه له منځه ځي، اقتصادي حالت یې له رکود سره مخ کیږي ، دې ای ایم ایف(IMF) او نورو انړیوالو سازمانونو څخه احتمالي پورونو اخیستلو کې ورته سختیانې زیاتیږي.