د بغلان پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت رسنیو سره خبرو په مهال وویل چې نن د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ بازار کې وسلوالو طالبانو د یو ناتوانه معتاد څخه په استفادې د ماین انتقالوونکي په توګه ګټې اخیستي ، معتاد چې کله بازار ته رسیږي وسلوال طالبان ماین ته چاودنه ورکوي ، چې له امله يې چاودنه کې معتاد وژل شوی او دوه نور ملکیان ټپیان شويدي