دا چاودنه چې نن شپې مهال لس بجې ۱۵ دقیقې رامنځته شوي ، پراخ مالي او ځاني تلفات يې اړولي. هغه انځورونه چې پاکستانیو رسنیو کې خپاره شوي د هوټل دې مخه لوی اور او پراخ ویجاړي ښکاره کوي. د کوټې مرستیال کمیشنر اورنګزېب بداني د پیښې تلفاتو په اړه خپل ټویټر باندې لیکلي ، چې تر دې دمه چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي ، او دولس نور ژوبل شویدي. د کوټې امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې چاودیدونکي مواد په یوه موټر کې ځای پر ځای او د هوټل موټرو تم ځآی کې ورته چاودنه ورکول شویده. که څه هم ددې پيښې پړه لا چا پر غاړه نده اخیستي خو بلوچستان وزیر اعلی جام کمال دا یوه ترهګریزه پیښه بللي